د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام لپاره لومړی قطر او بیا اماراتو ته ځي

د کرکټ افغان ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د شل اوورونو په نړیوال جام کې د ګډون لپاره سبا له کابله روانېږي.

د کرکټ بورډ رییس عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل: "اووم تاریخ د اکتوبر به لوبغاړي له پلازمېنې کابل څخه قطر ته ځي او له هغه ځایه به متحد عربي اماراتو ته ځي. د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري موږ ته پیغام راغی چې زموږ د لوبغاړو ویزې او نور مسایل چمتو شوي دي."

د شل اوورونو نړیوال جام په متحد عربي اماراتو او عمان کې ترسره کېږي. دا لوبې د اکتوبر په اوولسمه پیلېږي.

افغانستان په 'ب' ګروپ کې له هند، پاکستان او نیوزیلنډ سره یوځای شوی دی.

په دې نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه نېټه ده.