سرمست: له افغانستانه بهر به د موسیقي چارې سمبال کړم

د افغانستان د موسیقي د ملي انسټیټیوټ بنسټ ایښودونکي احمد سرمست

د افغانستان د موسیقي د ملي انسټیټیوټ بنسټ ایښودونکي احمد سرمست ژمنه وکړه چې له هېواده به بهر د موسیقي چارې سمبال کړي.

ښاغلي سرمست فرانس پرېس اژانس ته په مرکه کې وویل چې له کابله تازه د موسیقي د لسګونو زده کوونکو او استادانو له وتلو وروسته دا هیله ورته پیدا شوې ده.

سرمست زیاته کړه: "دا کوم کسان چې له افغانستانه اوس وتلي، موږ په اسانۍ کولی شو چې د افغانستان بهر ډېره ښه ارکیسټرا جوړه کړو."

د دوشنبې په ماښام د افغانستان د موسیقي د انسټیټیوټ تر سلو ډېر زده کوونکي او استادان له کابله پلازمېنې دوحې ته ورسېدل.

د دې ډلې نیمایي نجونې او مېرمنې دي. ټاکل شوې ده چې دوی له قطر څخه پرتګال ته ولېږدول شي.

طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پرمهال له ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کال پورې موسیقي رسماً بنده کړې وه او ډېری طالبان په دې باور دي چې موسیقي له اسلام سره په ټکر ده.