کابل ته د بریتانیايي پلاوي سفر او له طالبانو یې یو شمېر غوښتنې

د بریتانیا ځانګړي استازي سایمن ګاس د طالبانو د سرپرست رییس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره

کابل ته د بریتانیایي پلاوي سفر طالبان هیله مند کړي دي چې له نورو هېوادونو سره به یې سیاسي روابط ټینګ شي، خو بریتانیایي پلاوي د دې سفر په ترڅ کې له طالبانو یو لړ غوښتنې کړي دي.

طالبان وایي، له بریتانیایي پلاوي سره یې د دپلوماتیکو اړیکو د راژوندي کولو په نیت خبرې کړي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا د افغانستان د انتقالي دورې لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي سایمن ګاس د طالبانو د سرپرست رییس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د یوه غړي ملا عبدالسلام حنفي په شمول له یو شمېر طالبانو سره د سې شنبې په ورځ په کابل کې ولیدل.

له ښاغلي ګاس سره په دې سفر کې په قطر کې د بریتانیا د سفارت شارژدافیر مارټین لانګډن هم ملګری و.

د طالبانو ویاند او د دوی د رژیم د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دوی له ټولو هېوادونو سره د سیاسي روابطو په خاطر خبرو ته چمتو دي.

ده وویل: "موږ هڅه کوو چې ټولې نړۍ، مهمو هېوادونو، همدا راز ملګرو ملتونو، د امریکا متحد ایالاتونو، اروپایي ټولنې او نورو لېرې او نژدې هېوادونو ته قناعت ورکړو چې له افغانستان سره خپله همکاري ولري او له ډپلوماتیکو لارو خپل مسایل حل کړي."

د طالبانو ویاند او د دوی د رژیم د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي چې بریتانیایي پلاوي د طالبانو له استازیو سره پردې وغږېده چې څرنګه بریتانیا د افغانستان د بشري بحران د مخنیوي برخه کې مرسته کولی شي، څرنګه د دې مخه نیول کیدای شي چې افغانستان د ترهګرو په امن ځای بدل نه شي او پردې خبرې وشوې چې طالبان دې د هغو کسانو مخه نه نیسي چې غواړي له افغانستانه ووځي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، بریتانیایي پلاوي له لږکیو، ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند مساله هم مطرح کړه.

بل لورته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټویټر کې د بریتانیایي پلاوي د سفر په اړه لیکلي دي چې خبرې د دپلوماټیکو اړیکو د راژوندي کولو، د بشري مرستو او امنیتي تضمینونو په اړه وې.

بلخي زیاته کړه چې د بریتانیا پلاوي د طالبانو مشرانو ته وویل چې صدراعظم بورېس جانسن د اوسنیو شرایطو په نظر کې نیولو سره غواړي چې له افغانستان سره اړیکي ولري.

طالبانو ویلي دي چې لندن باید د روابطو په برخه کې مثبت ګامونه واخلي او د اړیکو یو نوی باب پرانیزي.

بلخي زیاته کړه چې دوی له نورو هېوادونو هم غواړي چې د طالبانو د حکومت د کمزوري کولو لپاره هڅې ونه کړي.

کابل ته د بریتانیا د پلاوي ترسفر مخکې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پرون د نړۍ له شلو سترو صنعتي هېوادونو یا جي شل څخه وغوښتل چې د طالبانو په مشرۍ د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره دې د ښځو او نجونو د حقونو د حمایت په ګډون یو لړ شرایط کېږدي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ سې شنبې د جي شل هېوادونه په یوې فوق العاده غونډه کې د افغانستان مساله وڅيړي.