د ښوونکو نړیواله ورځ؛ یونېسف وايي د افغان ښځینه ښوونکو کار ډېر مهمه دی

ارشیف، د هرات ولایت د نجونو یوه ښوونځي کې یوه ښوونکې

د ښوونکو په نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف د افغان ښوونکو د کار په دوام او د هغوی په خوندیتوب ټينګار کړی دی.

یونېسف نن په خپل ټویټر لیکلي چې د نجونو د تحصیل لپاره د ښځینه ښوونکو کار ډېر مهمه دی.

د اروپايي ټولنې مأموریت هم له افغان ښوونکو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هغوی له معاش پرته هم کار ته ورځي.

دغه مأموریت تعلیم ته د نجونو او هلکانو د مساویانه لاسرسي په مسئله ټینګار کړی دی.

په کور دننه او بهر له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې لپاره له هڅو سربېره طالبانو تر اوسه پورې دا ښوونځي نه‌دي پرانیستي.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر غړي سهیل شاهین نن یوه وېډیو خپره کړې چې ښيي نجونې د کندز په خان‌اباد ولسوالۍ کې له لومړي تر ۱۲ ټولګي پورې ښوونځي ته ځي.