طالبان: سر له نننه د پاسپورټونو پر ویش کار پیلیږي 

ارشیف، د افغانستان پاسپورټ

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ادارې ویلي سر له نننه د پاسپورټونو په ویش باندې کار پیلوي.

د دې ادارې رییس عالم ګل حقاني دا خبره نن په کابل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وکړه.

هغه وویل، سمدستي د هغو ۲۵ زرو پاسپورټونو په ویش کار پیلېږي چې پخوا یې کارونه بشپړ شوي وي.

حقاني ژمنه وکړه چې د پخوانۍ ادارې د ویش د اندازې دوه چنده یعنې د ورځې تر شپږ زره پاسپورټونه به خلکو ته وویشي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ویلي چې د اوس وخت لپاره به پاسپورټونه د افغانستان اسلامي جمهوریت په نوم چاپیږي.

تر دې مخکې ویل شوي وو چې طالبان غواړي نوي پاسپورټونه د "اسلامي امارت" په نوم چاپ کړي.

د دې تر څنګ خوستي ویلي چې د پاسپورټ ریاست ټولې ښځېنه کارکوونکې بېرته دندو ته ورغوښتل شوې دي.