فیسبوک تر ۶ ساعته پرچاوۍ وروسته په قسمي ډول بېرته انلاین شو

د فیسبوک لوګو

د فېسبوک اداره وايي، د دوی خدمات تر شپږساعته پرچاوۍ وروسته په قسمي ډول بېرته انلاین شوي دي.

پرون ناوخته په میلیونونو کسان ونه توانېدل د فېسبوک، د فیسبوک د مسنجر، واټس اپ او انسټاګرام له خدماتو ګټه واخلي. واټس اپ او انسټاګرام هم د فېسبوک اړوند دي.

فېسبوک پرون وویل چې دا لا معلومه نه ده چې د دوی خدمات به په بشپړ ډول عادي حالت ته د راګرځېدو لپاره څومره وخت ونیسي.

په کلیفورنیا کې دېره، دغه شرکت د دې پرچاوۍ له کبله له خپلو مشترکانو بښنه غوښتې ده.

د ډاون ډیټکټر (Downdetector) په نوم د وېبسایټونو څارونکې ډلې دا پرچاوي تر ټولو لویه بللې ده.

د فېسبوک داخلي سیسټمونه هم چې د دې ادارې د خپلو کارکوونکو له خوا کارول کېدل، له کاره لوېدلي وو چې په دې پرچاوۍ کې یې ونډه درلوده.