امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد بهېر یو ځل بیا پیلیږي

ارشیف؛ افغان کډوال په امریکایي الوتکه کې

د امریکا متحدو ایالاتونو ته به د افغان کډوالو د انتقال پروسه یو وار بیا پیل شي، خو لومړی به دوی د شري یا سرخکان او نورو ناروغیو پر وړاندې واکسین شي.

پر دغو کډوالو د واکسین دا کمپاین وروسته له هغې عملي کېږي چې د دې ناروغۍ تر خپرېدو وروسته د اروپا او منځني ختېځ له موقتي کمپونو امریکا ته د دغو کډوالو انتقال وځنډول شو.

د امریکا د کورني امنیت وزارت پرون وویل، هغه څه باندې ۴۹ زره افغانان چې په وروستیو کې له افغانستانه ایستل شوي او په امریکا کې په موقتي کمپونو کې اوسيږي او د شري، کله چرک او چیچک پر وړاندې واکسین شوي دي.

هغو افغان کډوالو ته چې په اروپا او منځني ختیځ کې په موقتي ډول مېشت کړای شوي، هغه واکسینونه لګول شوي چې اکثر امریکایان یې په ماشومتوب کې لګوي.