سرمست: پرتګال د موسیقۍ سلو افغان زده کوونکو ته ځای ورکړی

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ بنسټګر احمد ناصر سرمست

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ څه باندې سل تنه زده کوونکي، فارغان او غړي پرتګال ته رسېدلي دي.

د دغه انسټیټیوټ بنسټګر احمد ناصر سرمست پرون له اسټرالیا نه اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي، د پرتګال حکومت د افغانستان د موسیقي ملي انسټیټیوټ سل تنو زده کوونکو او کارکوونکو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی.

د راپورونو له مخې دا کسان په هغو ۲۳۵ مسافرو کې وو چې پرون یکشنبه د کابل له هوايي ډګر قطر ته یوړل شول.

ښاغلي سرمست کابل ته د طالبانو له راتلو وروسته ازادي راډیو ته ویلي وو چې د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ تړل شوی دی.

د سرمست په خبره د دغه انسټیټیوټ د درې نیم سوو زده کوونکو تر څنګ د هر یوه افغان سندرغاړي او هنرمند ژوند له خطر سره مخ دی.

طالبانو په خپله لومړۍ دوره کې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې موسیقي، سینما او ټیاټر منع کړي وو. دا وار که څه هم رسماً د سندرغاړو او سندرو په تړاو دوی څه نه دي ویلي، خو خواله رسنیو کې ویډیوګانې او عکسونه خپاره شوي چې د طالبانو غړي د ځینو سندرغاړو دفترونو ته ورغلي او وسایل یې ور مات کړي دي.