د طالبانو سرپرسته کابینه: د تذکرو او پاسپورټونو د ویش پروسه پيلوو

د افغانستان د پاسپورټ د ریاست دفتر

د طالبانو د حکومت سرپرستې کابینې پرون خپله لومړنۍ ناسته دایره کړه.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي، د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې کورنیو چارو وزارت افغانانو ته د تذکرو او پاسپورټونو د ویش پروسه بېرته پيل کړي.

د باختر دولتي اژانس راپور ورکړی چې نوي پاسپورتونه او تذکرې به احتمالاً د "افغانستان اسلامي امارت" په نوم جوړ شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د طالبانو د حکومت له خوا اجرا شوي پاسپورټ به د نورو هېوادونو له خوا په رسمیت وپيژندل شي که څنګه؟

سره له دې چې طالبانو څه باندې یوه میاشت مخکې سرپرست حکومت اعلان کړی، خو تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د افغانستان اوسنی نظام په رسمیت نه دی پيژندلی.