طالبان: کابل کې د ځانګړې قطعې عملیاتو کې د داعش مرکز له‌منځه ولاړ

یو شمېر وسله‌وال طالبان

د طالبانو حکومت یو ویاند وايي، د کابل په ۱۷مه حوزه کې د داعش ډلې پر خلاف د طالبانو ځانګړې قطعې عملیات وکړل.

ذبیح‌الله مجاهد چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال هم دی، نن په یوه ټویټ کې ویلي، د تېرې شپې په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې مرکز په بشپړ ډول له‌منځه لاړ او په‌کې مېشت د داعش ډلې غړي وژل شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي، تېره شپه د کابل په خیرخانه کې تر یوې چاودنې وروسته د ډزو غږونه اورېدل کېدل. دا لا معلومه نه‌ده چې دغه چاودنه او ډزې د طالبانو له عملیاتو سره څومره تړاو لري.

طالبان دا عملیات داسې مهال کوي چې پرون مازیګر د کابل د عیدګاه جومات مخې ته چاودنه وشوه.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي، په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي او درې تنه ټپیان دي. طالبانو د درېیو مشکوکو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی و.

خو د جرمني خبري اژانس خبر ورکړی چې ځیني راپورونه وايي په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۲ زیات نور ټپیان شوي دي.

که څه هم طالبانو په داعش ډلې پورې تړلې کړۍ د جومات مخې ته په چاودنه کې دخیلې بللي، خو داعش ډلې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.