په غور کې د طالبانو په بیا راتګ سره د کوکنارو په کښت بندیز ولګېد

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو د حکومت مسؤلین وايي، وروسته له دې نور هېڅ‌څوک نه‌شي کولای تریاک وکري. مخکې له دې چې طالبان د افغانستان واک ترلاسه کړي په ډېریو ولایتونو کې د کوکنارو کښت کېده. که څه هم تېر حکومت د کوکنارو د کښتونو د له‌منځه وړلو لپاره هڅې کولې، خو په هېواد کې د جګړو له امله اکثراً هڅې به ناکامېدې.