امریکا: چین دې تایوان ته نږدې خپل پاروونکي پوځي فعالیتونه بند کړي

پر تایوان د چین یوه جېټ الوتکه

د امریکا متحده ایالاتو په چین غږ کړی چې تایوان ته نږدې خپل پاروونکي پوځي فعالیتونه بند کړي.

چین ډیموکراتیک تایوان د خپل قلمرو یو جلا شوی ولایت ګڼي، خو د ۲۳ ملیون نفوس لرونکې دا ټاپو ځان یو خپلواک دولت بولي.

تایوان په دې وروستیو کې خپلې خاورې ته نږدې د چین د هوایي ځواک د فعالیتونو له ډېرېدو شکایت کړی دی.

د یکشنبې په شمول د تېرو درېیو ورځو په موده کې، د تایوان دفاع وزارت راپور ورکړی چې د چین هوایي ځواک خپلې الوتکې تایوان ته نږدې استولې دي.

د شنبې په ورځ ویل شوي و چې د چین د هوايي ځواک له‌خوا د تایوان خاورې ته نږدې ۳۹ پروازونه ترسره شوي و.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس پرون وویل چې هېواد یې تایوان ته نږدې د چین د هغو پاروونکو فعالیتونو په اړه اندېښنه لري چې کولای شي بې‌ثباتي رامنځته کړي.

پرایس وویل چې متحده ایالات په بیجېنګ غږ کوي چې په تایوان باندې خپل نظامي، ډیپلوماتیک او اقتصادي فشار پای ته ورسوي.

د تایوان د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو څخه مننه کړې چې د چین د پوځي فعالیتونو په اړه‌یې اندېښنه څرګنده کړې.