طالبان: له پرونۍ چاودنۍ وروسته د داعش د پټو غړو پر ضد عملیات پیل شول

یو شمېر وسله‌وال طالبان

د طالبانو یوه چارواکي ویلي، پرون په کابل کې د عیدګاه جومات مخې ته له چاودنې څو ساعته وروسته د داعش ډلې د پټو غړو پر ضد عملیات پیل شول.

محمد جلال پرون په ټویټر کې لیکلي، د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې ترورېستان په خیرخانه کې په یوه کور کې ایسار شوي وو.

د ده په وینا، د داعش درې تنه ترورېستان د خپل انتحاري واسکټ په چاودنه کې وژل شوي دي.

د سیمې دوو اوسېدونکو د جرمني خبري اژانس ته ویلي، دوی په خیرخانه کې د چاودنې او وروسته د څو ساعتونو لپاره د ډزو غږونه اورېدلي دي.

تر دې مخکې مازیګر مهال د کابل د عیدګاه جومات مخې ته داسې مهال چاودنه وشوه چې د طالبانو د ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال ذبیح‌الله مجاهد د مور فاتحه په‌کې روانه وه.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي، په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي او درې تنه ټپیان دي.

طالبانو د درېیو مشکوکو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی و.

خو د جرمني خبري اژانس خبر ورکړی چې ځیني راپورونه وايي په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۲ زیات نور ټپیان شوي دي.

که څه هم طالبانو په داعش ډلې پورې تړلې کړۍ د جومات مخې ته په چاودنه کې دخیل بللي، خو داعش ډلې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.