د قطر هوایي شرکت یوې الوتکې ۲۳۵ نور مسافر له کابل نه دوحې ته ورسول

ارشیف، قطر ته رسول شوي یو شمېر افغانان او بهرني اتباع

د قطر هوایي شرکت په یوه الوتکه کې پرون ۲۳۵ مسافر دوحې ته وړل شوي.

یوه لوړپوړي قطري چارواکي روېټرز ته ویلي له کله چې امریکايي ځواکونو له افغانستانه د وتلو مأموریت بشپړ کړ دا پنځمه چارتر شوې الوتکه وه چې د یکشنبې په ورځ‌یې له کابله خلک وایستل.

اکثر کسان چې په دې الوتکه کې دوحې ته انتقال شول، افغانان وو.

د کابل هوايي ډګر ورو ورو عادي حالت ته راګرځي ځکه د امریکایانو او نورو بهرنیو هېوادونو له‌خوا د خلکو د انتقال په بهیر کې د ډګر ګڼې برخې زیانمنې شوې وې او د پروازونو جوګه نه‌وې.

له افغانستانه قطر ته انتقال شوي کسان به لومړی په یوه موقتي کمپ کې ځای پر ځای کېږي او د اسنادو تر پروسس وروسته به امریکا ته انتقال شي.

قطر له افغانستانه د خلکو د ایستلو او په خپله خاوره کې کډوالو ته د موقتي کمپونو په خاطر د لوېدیځو هېوادونو له‌خوا ستایل شوی دی.

د خلیج دغه هېواد په دې سربېره چې د لوېدیځ او طالبانو ترمنځ د خبرو په اسانچارۍ کې ښکېل وو له ۲۰۱۳ کال راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه هم دی.