سرچینې: طالبانو په ننګرهار کې ۳ کسان له داعش سره د ارتباط په تور اعدام کړي

ارشیف، د جلال‌اباد ښار پښتونستان څلورلارې کې یو شمېر وسله‌وال طالبان او عام خلک

په ننګرهار کې ځینو سرچینو محلي خبریالانو ته ویلي چې طالبانو په دغه ولایت کې درې کسان له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د ارتباط په تور اعدام کړي دي.

دوه مړي په مرکز جلال‌اباد کې ځړول شوي وو او درېیم تن په چپرهار ولسوالۍ کې.

دولتي اژانس باختر هم په داعش پورې د درېیو تړلو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

طالبانو تېره اوونۍ په هرات ولایت کې د څلورو کسانو مړي، د ښار په بېلابېلو برخو کې ځړولي وو.

دوی ویلي وو، دغو کسانو د یوه سوداګر او د هغه د زوی په تښتونه کې لاس درلود چې د تښتول شویو د خوشې کېدو په عملیاتو کې څلور واړه ووژل شول او یو طالب ټپي شو.

بل‌خوا راپورونه وايي، په ننګرهار ولایت کې د درېیو کسانو مړي پیدا شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت یوه ولایتي ویاند نن د جرمني خبري اژانس ته دا خبر تأیید کړی او ویلي یې دي، نه‌پوهېږي په دې وژنو کې څوک لاس لري.

پرون په جلال‌اباد کې د یوه پخواني خبریال سید معروف سادات په ګډون په ډزو د څلورو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و.