روغتیا سازمان: افغانستان کې د صحتمندۍ پروژې یوازې ۱۷ سلنه مرکزونه فعال دي

د روغتیا نړیوال سازمان نښان

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په دغه هېواد کې «د صحتمندۍ پروژې» یوازې ۱۷ سلنه روغتیايي مرکزونه فعاله دي.

دې ادارې ویلي، په هرو درېیو دغو مرکزونو کې دوه‌یې اساسي درمل نه‌لري او که چېرې په دې برخه کې اقدام ونه‌شي، پاتې مرکزونه به هم د بندېدو له خطر سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان نن په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، دغه اداره له بسپنه ورکوونکو سره کار کوي چې د دغو روغتیايي مرکزونو فعالیت دوام ومومي.

دغه سازمان ویلي، تر بل هر وخت په ملیونونو افغانان له زیانونو سره مخامخ دي او دوی نه‌شي کولای په ناڅاپي ډول روغتیايي خدمات بند کړي.