د کابل عیدګاه جومات ته څېرمه چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې

ارشیف ۲۰۱۸ کال، د کابل عیدګاه جومات ته څېرمه د یوې چاودنې سیمه.

نن مازیګر د کابل عیدګاه جومات ته څېرمه چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد په یوه ټویټ کې د چاودنې خبر تأیید کړی او ویلي یې دي، چاودنه د ملکیانو پر یوه تجمع شوې ده.

ښاغلی مجاهد وايي، په پېښه کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي رسنیو ته وویل، ځیني مشکوک کسان نیول شوي هم دي.

ښاغلی خوستی زیاتوي: "د کابل د عیدګاه جومات د عمومي دروازې مخې ته پر سړک چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې ملکیانو ته تلفات اوښتي دي. موږ هم دوه شهیدان او درې ټپیان لرو. د پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي دي. وروستي جزئیات به بیا هم له رسنیو سره شریک کړو."

ښاغلي مجاهد پرون ویلي و چې د ده د مور د فاتحې مراسم به نن په همدې جومات کې د ماسپښین له دوو د مازیګر تر پنځو بجو پورې روان وي.

د دې چاودنې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.