جوزجان کې د واده پر مراسمو چاودنه کې یو تن ووژل شو او څلور نور ټپیان دي

د افغانستان عمومي نقشه کې جوزجان ولایت

د جوزجان په اقچه ښار کې پرون د واده پر مراسمو په یوه چاودنه کې یو تن ووژل شو او څلور تنه نور ټپیان شول.

دا پېښه تېر ماښام د جلیل ایشان د ودونو په یوه هوټل کې د واده د مراسمو په جریان کې وشوه.

د دغه واده یوه ګډونوال چې د موضوع د حساسیت له کبله‌یې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې یو ایښودل شوی ماین له لیرې واټن څځه وچول شو چې په نتیجه کې یې ناوې ووژل شوه او څلور تنه نور ژوبل شول.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی او د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هم څه نه‌دي ویلي.

طالب چارواکو په اقچه کې د ودونو هوټلونه بند کړي و، خو تېره اوونۍ یې ورته د بېرته فعالیت اجازه ورکړه.