افغانستان کې د بشري ناورین خبرداري؛ ډېری افغان ماشومان په 'خوارځواکۍ' اخته شوي

د افغانستان په کندهار ولایت کې په خوارځواکۍ اخته یو ماشوم

ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله مري.

په افغانستان کې چې په دې وروستیو کې د بشري ناورین خبرداري ورکړل شوي او د دې هېواد په ملیونونو وګړي خوراکي مصونیت نه‌لري، ډېری ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

دا خبره سیمه‌ییزو او نړیوالو چارواکو پرون شنبې فرانسپرس خبري اژانس ته وروسته له هغې وکړه چې له دې مخکې خبرداري ورکړل شوي وو چې په دې هېواد کې ښایي د روان کال تر پایه یو ملیون ځوانان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.

غور د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې ډېر ماشومان په‌کې په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د غور ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤل ملا محمد احمدي فرانسپرس اژانس ته ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۷ ماشومان چې تر روغتون پورې راوړل شوي او درملنه‌یې کېده د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

ارشیف، افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو د درملنې یو مرکز

د هغه په وینا په خوارځواکۍ د اخته شااوخوا ۳۰۰ ماشومانو درملنه شوې، خو په سلګونو نور د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

د فرانسپرس د راپور له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې د ادارې ویاند سلام الجنابي ویلي چې دی دا نه‌شي تأییدولی چې په غور کې دغومره ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي، خو اندېښنه‌یې وښوده چې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت ستره قرباني ماشومان ورکوي.

الجنابي وویل، په افغانستان کې د دوی د ادارې د څارنې شبکه ګډه وډه شوې او اوس تر ډېره پر راپورونو تکیه کوي، خو دوی هلته له روان دردوونکي وضعیت څخه خبر دي.

د نوموړي په وینا موږ دغسې یوه وضعیت ته نږدې یو یا یې هم په منځ کې یو. تر دې مخکې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږه کوونکي مارتین ګرېفېټس د سپټمبر په ۱۳مه په جنوا کې د افغانستان لپاره د بسپنې راټولولو په نړیوال کنفرانس کې چې د بشري او پراختیایي چارو لپاره نړیوالو د څه باندې یو میلیارد او ۲۰۰ ملیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه، هم د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ د ستونزې یادونه وکړه.

ده وویل: "دغه مرستې به د هغو افغانانو ژوند لارې ته سیخ کړي چې له خدمتونو بې‌برخې دي، د کوچنیو ماشومانو چې د یونېسف استازې هینریته فور یې خبره وکړه، هغه ماشومان چې د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي، د هغو ډېرو مېرمنو او نجونو چې ممکن د امېندوارۍ له روغتیایي خدمتونو بې‌برخې شي او د ډیرو نورو."

له کله چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمایي کې کابل ونیو، له هغې راهیسې افغانستان چې له مخکې هم له ډېرو بشري ستونزو سره مخامخ و، یو سخت بشري حالت سره مخامخ شوی چې مختلف لوري یې د ستر ناورین خبرداری ورکوي.

کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

وچکالي، د خوراکي موادو د بیو زیاتوالی او بې‌کاري له یوې خوا او د نړیوالو د مالي مرستو کمېدو یا یې درېدو افغانان له سخت حالت سره مخامخ کړي دي.

د ازادي راډیو یو شمېر اورېدونکو په رالېږلو پیغامونو کې هم د نورو ستونزو ترڅنګ تر ډېره د خوراکي موادو له کمښت او د خوراکي توکو د بیو له زیاتوالي سر ټکولی دی.

ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې ښایي د روان کال تر پایه به تر پنځو کلونو کم‌عمره یو ملیون ماشومان د ژوند ګواښوونکې، شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري او ۳،۳ ملیونه نور به له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.