پاکستاني طالبانو د اوربند په اړه د عمران خان ادعاوې رد کړې

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان تحریک طالبان ډلې د صدراعظم عمران خان دا ادعاوې رد کړې چې حکومت له دې وسله والې ډلې سره په خبرو دی چې اوربند وکړي.

عمران خان د ترکیې 'ټي ار ټي نړیوالې څانګې ته پرون په مرکه کې وویل چې د طالبانو له ډلو سره په خبرو دی او دا د پخلاینې پروسه ده.

تحریک طالبان پاکستان تر دې سمدستي وروسته یو بیان خپور کړ او په کې یې وویل چې دوی متحد دي، اختلاف په کې نه شته.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې ویاند په ورته وخت کې د خپلې ډلې پر وسله والو غږ کړی دی چې بریدونو ته ادامه ورکړي.

بل لور ته د پاکستاني طالبانو یوې ډلې پرون له خپلو وسله والو وغوښتل چې د اکتوبر تر شلمې پورې اوربند وکړي.

د حافظ ګل بهادر ډلې له خپلو وسله والو غوښتې دي چې دا شل ورځنی اوربند رعایت کړي.