افغانستان کې د لومړني توکو د بیو پر لوړېدو د چارواکو اندېښنې

ارشیف

د افغانستان د سوداګریزو خونو فدارسیون مرستیال په افغانستان کې د اړینو لومړنیو توکو بیو په لوړېدو اندېښنه څرګندوي.

خان جان الکوزي ازادي راډیو سره په خبرو کې په ټولو اړوندو ادارو غږ وکړ چې د دې ستونزې د هوارۍ لپاره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل کې په عمده ډول د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ، لومړۍ سېله پاکستانۍ درې نیم منۍ بورۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورۍ بیه ۲۸۵۰ افغانۍ او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړيو بیه ۲۳۰۰ افغانۍ ده.

دغه راز نن یو لېتر ډېزل په ۵۶ افغانۍ، یو لېتر پټرول په ۶۸ افغانۍ او یو کیلو ګاز په ۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.

شااوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې کله چې طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول، ورسره راکړه ورکړه او له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې چارې هم ټکنۍ شوي دي چې نیغ په نیغه یې د توکو په بیو اغیز کړی دی.