بغلان کې د تېرکال پرتله د پیازو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي

پیاز

د طالبانو په مشرۍ د حکومت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، روان کال په بغلان ولایت کې د تېرکال پرتله د پيازو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه وزات په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، تېرکال د دغه ولایت په ۲۰۵۰ هکټاره ځمکه پياز کرل شوي وو چې له دغو کروندو ۷۴ زره او۲۴۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوې وو، خو سږ یې حاصلات تر ۲۰ سلنه زیات شوي دي.

دا چې روان کال په څومره هکټاره ځمکه کې پياز کرل شوي وو؟ په دې اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

خو بزګران بیا په مارکيټونو کې د پیازو له ټېټو بیو شکایات لري.

د بغلان ولایت یو شمېر بزګرانو ازادي راډیو ته ویلي، تېرکال په همدې شپو او ورځو کې په پلخمري ښار کې یو من پياز په ۹۵ تر ۱۲۰ افغانیو پلورل کېدل، خو سږ کال هر من یې له ۵۵ نه تر ۶۵ افغانیو خرڅېږى.