طالبان وايي پروان کې یې یو داعشي وژلی او څو تنه یې نیولي

ارشیف، یو شمېر وسله وال طالبان

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې د پروان په مرکز چاریکار کې یې پرون جمعه د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر یوه پټن ځای چاپه وهلې او د دې ډلې یو غړی یې وژلی او څو تنه یې نیولي دي.

پر هغې ډلې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، پر طالب ساتونکو یې حملې زیاتې کړي دي.

د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي پرون اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل چې د داعش پردغه پټڼ ځای حمله وروسته له هغې وشوه چې په چاریکار کې د دوی د ساتونکو پر یوه موټر د چاودنې په تړاو یې د دې ډلې دوه تنه ونیول.

د ښاغلي کریمي په خبره له نیول شوېو کسانو یې د داعش د دغه پټن ځای په اړه معلومات ترسره کړي و.

هغه ونه نیول چې د داعش څو تنه غړي یې نیولي دي؟

د راپور له مخې په چاریکار کې د طالب ساتونکو پرموټر په چاودنه کې څلور تنه ټپیان شوي دي.