د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې یو شمېر لوبغاړې پرتګال ته تللې

افغان فوټبالرانې

د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې یو شمېر لوبغاړې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پرتګال ته تللې دي.

د دوی په منځ کې یوه هم سارا ده.

پنځلس کلنې سارا رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته ژوند سخت شوی دی: "په افغانستان کې د ښځو، د نجونو او ځوانانو لپاره ژوند خورا سخت دی. د نجونو لپاره ښې اسانتیاوې نه شته. زما ارمان دا دی چې د کریستیانو رونالډو په شان یوه ښه لوبغاړې شم او د دې ترڅنګ غواړم یوه لویه سوداګره شم."

طالبانو یوه نیمه میاشت پخوا کابل ونیوه او ورپسې یو شمېر نجونو او ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې وکړې.

طالبانو تراوسه پورې له شپږم ټولکي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې خو ویلي یې دي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوې لایحې کار کوي.