ريیس الوزرا: طالبان دې د خلکو له شخصي کورونو ووځي

د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا ملامحمدحسن اخوند

د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د خلکو له شخصي کورونو ووځي او پوستو ته ستانه شي.

ملامحمدحسن اخوند همدا راز ویلي: "هېچا ته اجازه نه شته چې په کابل او مربوطاتو کې د نقلیه وسایطو او وسایلو د پلټنې په پلمه کورونو او شرکتونو ته داخل شي او له هغه ځایه وسایط له ځان سره وباسي."

تر دې مخکې هم طالب چارواکو د تلاشۍ په نامه د خلکو کورونو ته د خپلو وسله والو کسانو ننوتل منع اعلان کړي وو، خو له دې سره-سره راپورونه وايي چې طالبانو د یو شمېر خلکو کورونه د وسلو او دولتي موټرو د موندلو په پلمه تلاشي کړي دي.