اسراییلي پولیسو په ختېځ بیت المقدس کې یوه فلسطینۍ ښځه وژلې

ارشیف، فلسطین کې یوه میرمن د خپل خواخوږي پر وژلو ویر کوي.

د اسراییلو پولیسو نن پنجشنبه وویل چې اسراییلي افسرانو په ختیځ بیت المقدس کې یوه ۳۰ کلنه فلسطینۍ ښځه په ډزو ووژله.

پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ښځه د الاقصی جومات له دروازې بهر له افسرانو سره نږدې شوه، چاقو یې راوویسته او هڅه یې وکړه چې افسران ووژني.

د دې ښځې هویت سمدستي نه دی روښانه شوی.

د مې په میاشت کې هم په ختېځ بیت المقدس کې فلسطینیان او اسراییلي ځواکونه سره وجنګېدل.

له دې وړاندې، اسراییل او فلسطیني ډلې حماس د غزې په تړانګه کې ۱۱ ورځې جګړه وکړه چې دا د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د دواړو لورو تر ټولو لویه نښته ده.