جنرال مارک میلي: القاعده او داعش امریکا ته ستر ګواښ دی

د امریکا یو جګپوړی چارواکی جنرال مارک میلي

د امریکا یو جګپوړی چارواکی وایي، القاعده شبکه او داعش متحد ایالاتونو ته ستر ګواښ دی.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي پرون د استازیو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې دا دوې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعاله دي: "اسلامي دولت ډلې د ځان لپاره په افغانستان کې ځاله پیدا کړې ده. دوی له طالبانو سره په جګړه دي، خو د اسلامي دولت ډله د خپل وحشت لپاره د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ملاتړي لري."

جنرال میلي، د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن او د امریکا د مرکزي قومانداني قوماندان جنرال فرانک مککنزي پرون په واشنګټن کې د استازیو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل چې له افغانستانه د امریکایانو د وتلو په اړه وو.

جنرال میلي وویل چې لا هم طالبانو له القاعده سره خپل اړیکې نه دي پرې کړي.

طالبانو ویلي دي چې له القاعده او کومې بلې ترهګرې ډلې سره اړیکې نه لري.