یونېسف د پکتیا عامې روغتیا ریاست سره د درملو مرسته وکړه

یونېسف

د یونېسف له لوري د پکتیا له عامې روغتیا ریاست سره د درملو مرسته وشوه.

په پکتیا کې د طالبانو د حکومت د اطلاعات او فرهنګ رییس خالق یار احمدزي ازادي راډیو ته د دې مرستې په اړه وویل: "د یونېسف د روغتیایي ادارې له خوا د پکتیا له عامې روغتیا ریاست سره د یولک او څوارلس زره او اته سوه شپېته ډالرو په ارزښت د ضروري درملو مرسته وشوه، دا درمل به د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره پر روغتیایي مرکزونو وویشل شي."

احمدزي زیاته کړه چې روغتیا وزارت بیا د پکتیا عامه روغتیا ریاست ته اویا ډبیه اکسیجن ورکړي دي.

وروسته تردې چې طالبانو ټول افغانستان نیولی دی په کووېډ- نولس ناروغۍ د اخته کسانو ورځنۍ شمېرې نه اعلانېږي.