پاکستان د امریکايي سناتورانو د بندیزونو لایجې ته غبرګون وښود

(ښي-کین) د پاکستان صدراعظم عمران خان او د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري د امریکايي سناتورانو له لوري پر طالبانو او احتمالاً پاکستان د بندیزونو د لایحې پر وړاندې کولو غبرګون وښود.

فواد چوهدري دا هڅه د هند د تبلیغاتو نتیجه وبلله چې د ده په وینا د امریکا او پاکستان د اړیکو د خرابولو په هدف مطرح کېږي.

ښاغلی چوهدري زیاتوي: "زه هیله لرم چې په کانګرس کې به جدي کسان دا قانون رد کړي. دا د امریکا او پاکستان ترمنځ واټن رامنځته کوي، موږ (له امریکا سره) له نږدې کار کوو او په ځیر یې څارو."

د امریکايي سناتورانو له لوري په وړاندې شوې لایحه کې د پاکستان نوم نه‌دی اخیستل شوی، خو د طالبانو د بهرنیو ملاتړ کوونکو هېوادونو یادونه شوې ده.