کانګرس کې پر طالبانو او احتمالاً پاکستان د بندیزونو د یوې لایحې مسوده چمتو شوه

ارشیف، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سپین بولدک کې د پاکستان او طالبانو بیرغونه

د امریکا سنا جرګې د یو شمېر مخکښو غړو له لوري د یوې لایحې مسوده چمتو شوې چې پر اساس‌یې پر افغان طالبانو او احتمالاً پاکستان د بندیزونو غوښتنه کېږي.

د لایحې دا مسوده چې د امریکا د ولسمشرۍ د یوه پخواني کاندید په شمول د جمهوري‌پال ګوند ۲۲ غړو د دوشنبې په ورځ وړاندې کړه، په افغانستان کې پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو د بندیز غوښتنه کوي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري د امریکايي سناتورانو دا هڅه د هند د تبلیغاتو نتیجه وبلله چې د ده په وینا د امریکا او پاکستان د اړیکو د خرابولو په هدف مطرح کېږي.

ښاغلی چوهدري زیاتوي: "زه هیله لرم چې په کانګرس کې به جدي کسان دا قانون رد کړي. دا د امریکا او پاکستان ترمنځ واټن رامنځته کوي، موږ (له امریکا سره) له نږدې کار کوو او په ځیر یې څارو."

امریکايي رسنۍ وايي، دا لایحه همداراز وړاندیز کوي چې پر هر هغه هېواد دې د امریکا مرستې ودرول شي او بندیزونه دې پرې ولګول شي چې امریکا باور لري د طالبانو ملاتړ یې کړی دی.