کرکټ؛ اسټرلیا رسماً افغانستان سره د لوبې د لغوه کېدو اعلان کوي

اسټرالیا کې د افغانستان د کرکټ لوبډله

د اسټرالیا د کرکټ اداره به روانه اوونۍ رسماً ووايي چې له افغانستان سره ټېسټ لوبه لغوه شوه.

د کرکټ لوبې د مشهورې وېب پاڼې، کرېک انفو د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د نوومبر په ۲۷مه نېټه د اسټرالیا په هاربرت کې ټېسټ لوبه وشي، خو په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هغوی له لوري یو شمېر اقداماتو له افغانستان سره د نورو هېوادونو د مسابقو په اړه شکونه پیدا کړي دي.

تردې وړاندې د اسټرالیا د کرکټ ټیم کیپتان ویلي و چې که طالبان د نجونو پر سپورټ بندیز ولګوي، د کرکټ د نړیوالې شورا له قوانینو سره سم، له افغانستان سره خپله مسابقه لغوه کوي.

خو وروسته د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي وویل چې دوی تراوسه پورې د نجونو د سپورټ په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

اسټرالیايي رسنۍ وايي، ښايي د افغانستان او اسڼرالیا ټیسټ لوبه ونه شي او روانه اوونۍ استرالیا رسماً اعلان وکړي چې دا مسابقه لغوه شوه.