طالبان: د نجونو د ښوونځیو لپاره طرزالعمل تر کار لاندې دی

افغانې نجونې

طالبان وایي چې د نجونو د ښوونځیو لپاره طرزالعمل تر کار لاندې دی چې د دې له بشپړېدو سره به له شپږم ټولګي پورته تر دولسم پورې د نجونو زده کړې پیل شي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي پرون وروسته تردې دا خبره وکړه چې په کابل کې د افغان مېرمنو یو شمېر استازو له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي دې ژر تر ژره پرانیزي.

بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "تعلیمي ماحول دی چې هلته د دوی لپاره فزیکي او روحي تسکین او مصونیت موجود وي او دا تضمین شوی وي چې داسې یو چارچوب یا طرزالعمل جوړ شي انشاء الله بیا به د دوی د تعلیم په برخه کې ستونزه نه وي."

ښاغلي کریمې زیاته کړه چې په دې طرز العمل کې ښوونځیو ته د نجونو د ټرانسپورټ مساله هم شامله ده، خو ده دا ونه ویل چې کله به دا طرزالعمل بشپړیږي؟

د بشري حقونو د څار ډلې د نجونو د برخې مسوولي هیډربار ازادي راډیو ته تېره اوونۍ ویلي و چې طالبانو په خپله تېره دوره کې هم له۱۹۹۶م تر ۲۰۰۱م کال پورې دا ویل چې نجونې به ښوونځيو ته پریږدو چې شرایط مساعد شي او بیا د دوی د رژیم تر اخره دا کار ونه شو.