د امریکايي ځواکونو ایستل؛ د امریکا سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې غونډه پيل شوه

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوېډ استېن او د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي

د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو په کمېټه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه غونډه پيل شوې ده.

دې جلسې ته د امریکا د سناتورانو د پوښتنو د ځوابولو لپاره د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوېډ استېن، د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي او د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مک‌کنزي ورغوښتل شوي.

له دوی به په افغانستان کې د پوځي مأموریت د پای ته رسولو او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په راتلونکو لارو چارو پوښتنې کېږي.

د طالبانو لاس ته د افغانستان تر لوېدو او د امریکا له راوتلو وروسته دا لومړی وار دی چې د امریکا د پوځ مشر او دفاع وزیر سنا جرګې ته د مأموریت د پای ته رسولو او راتلونکو پلانونو په اړه ځواب وايي.

دوه اوونۍ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د سنا جرګې له سختو نیوکو سره مخ شو او ځینو ان د هغه د استعفا غوښتنه وکړه.

امریکا د اګسټ له ۳۰مې مخکې خپل ټول عسکر او لسګونه زره افغان همکاران او د هغوی کورنۍ له افغانستانه وایستل.

خو لوړپوړو ډیموکراتانو له هغې ډلې ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له بهیره دفاع کړې ده.