غلام محمد اسحاقزی د ملګرو ملتونو اسامبلۍ ته له وینا تېر شو

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی عمومي اسامبلۍ ته له پلان شوې وینا تېر شو.

ټاکل شوې وه نوموړی پرون دوشنبه دغې غونډې ته وینا وکړي، خو په وروستۍ شېبه کې یې نوم د ویناوالو له لېسته لېرې شو.

امریکا غږ د ملګرو ملتونو د یوې ویاندې مونیکا ګرایلي په حواله ویلي چې افغانستان په عمومي بحث کې له ګډونه ځان و ایست او د علت په اړه یې هم دوی نه دي خبر.

د طالبانو له خوا ملګرو ملتونو ته ور پېژندل شوي استازي سهیل شاهین له ازادي راډیو سره خبرو کې د دې اقدام هرکلی کړی دی: "دا یوه ښه اقدام دی، موږ یې هرکلی کوو، هغه په هېڅ صورت سره نه شوای کولای چې د افغانستان د ولس نمایندګي وکړي. د هغه پرځای باید د اسلامي امارت استازي ته بلنه ورکړل شوې وای چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي، موږ ټول هغه شرایط پوره کړي چې ملګرو ملتونو د یوه هېواد د حکومت د رسمي پیژندلو لپاره ټاکلي دي."

طالبانو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پر دې پریکړې اعتراض کړی و چې د دوی استازی یې نه و منلی او د پخواني حکومت د استازي نوم یې د ویناوالو په لست کې شامل کړی و.