ناروې: د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی

ارشیف، کابل کې یو شمېر بې‌وزله کاریګر

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي وايي، د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی.

یان ایګلنډ چې په کابل کې دی، نن دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د پیسو د نشتوالي له کبله ښايي یوه ورځ دولتي بانکي سیستم له سقوط سره مخامخ شي.

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ویلي په افغانستان کې یې له ګڼو داسې کورنیو سره کتلي چې یوازې په چایو او یوې ګولې وچې ډوډۍ یې ګوزاره ده.

د ناروې د کډوالو شورا د سرمنشي په خبره که په افغانستان کې اقتصاد له سقوط سره مخامخ شو، زیات اساسي خدمات به هم نور نه‌وي او بشري اړتیاوې به لاپسې زیاتې شي.

د ملګرو ملتونو په کوربه‌­توب دوه اوونۍ مخکې په جنوا کې مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مالي مرستې ژمنه وکړه.

ملګرو ملتونو ویلي دغه مرستې به په مستقیم ډول د طالبانو حکومت ته نه‌ورکول کېږي، بلکې د مرستندویو ادارو له طریقه به پر بشري چارو لګول کېږي.