د محمد اشرف غني رسمي فېس‌بوک پاڼه هک شوې

مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني

د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټ کې ویل شوي چې د ښاغلي غني د فېس‌بوک رسمي پاڼه له پرون راهیسې هک شوې ده.

دا خبره وروسته له هغې وشوه چې د محمد اشرف غني د فېس‌بوک پر پاڼه په یوه مطلب کې پر دې انتقاد شوی و چې د افغانستان په استازیتوب ولې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته غلام محمد اسحاقزی وینا کوي.

د فېس‌بوک په دغه مطلب کې چې وروسته لیرې کړای شو، د ښاغلي غني له قوله ویلي شوي وو: "نړیوال د دې پر ځای چې د افغانستان له ملت څخه لیرې شي باید له اوسني حکومت سره تعامل او ورسره مرستې وکړي."

مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې سرچینو هم ویلي چې د هغه د فېس‌بوک رسمي پاڼه د دوی له کنټروله وتلې او په‌کې خپاره شوي مطالب د اعتبار وړ نه‌دي.

طالبانو تېره اوونۍ غوښتنه وکړه چې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین دې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ومنل شي او طالبانو ته دې هم په ملګرو ملتونو کې د وینا وخت ورکړل شي.

خو ملګرو ملتونو ته ویلي چې د افغانستان په استازیتوب د وینا لپاره د غلام محمد اسحاقزي نوم په لېست کې لیکل شوی دی.