خلک طالبانو ته: ستونزو په مخه کړي یو، د پاسپورټ او تذکرو ادارې پرانیزئ

کابل کې د پاسپورټ ریاست

د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون او نور ولایتونو کې د ګڼ شمېر دولتي ادارو او په ځانګړي توګه د پاسپورټ او برېښنايي تذکرو د ادارو نه فعالیت زیات شمېر هېوادوال له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د شمال ختیځ ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د پاسپورټ او تذکرو د ادارو د نه فعالیت له کبله انتقاد کوي او دغه راز له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره یادې ادارې پرانیز، څو د خلکو شته ستونزې هوارې شي.

د کندز ښار اوسېدونکی ۳۵ کلن راز محمد اڅکزی غواړي خپله ناروغه مور هند ته بوځي، خو د پاسپورټ نشتوالي له ستونزو سره مخ کړی دی.

نوموړی وايي: "زه خپله ناروغه مور غواړم هند ته بوځم، زما په شان نور کسان هم شته دې چې غواړي خپل ناروغان پاکستان ته یوسي، خو د پاسپورټ او تذکرو له ستونزو سره مخ دي. له امارت اسلامي غوښتنه کوو څو ژر تر ژره دغه ادارې خلاصي کړي."

په دې وروستیو کلونو کې زیات شمېر افغانان د درملنۍ په خاطر ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي توګه پاکستان ته ځي، خو له څه مودې راهیسې پاکستان خپلې پولې د افغانانو پرمخ تړلي او یوازې هغه شمېر کسانو ته اجازه ورکوي چې پاسپورټ او ویزه ولري.

د تخار ولایت یوه اوسېدونکي ۴۰ کلن شمس الرحمان ازادي راډيو ته وویل: "د پاسپورټ او برېښنايي تذکرو ادارې تړلي، لا هم روښانه نه ده چې څه وخت دغه ادارې خپل فعالیت پیلوي؟ یو شمېر کسان پاسپورټ او برېښنايي تذکرو ته اړتیا لري، خو د دې ادارو نه فعالیت خلک له ګڼو ستونزو مخ کړي."

د بغلان ولایت یو اوسېدونکی ۳۸ کلن نصرالله محمدي هم ورته نظر لري: "د اسلامي امارت واکمنېدو سره د ځینو ادارو لکه د پاسپورټ اداره، د برېښنايي تذکرو اداره او د نورو ادارو کارونه په ټپه ولاړ دي، موږ هیله من یو چې یاد ولایت کې د یادو ادارو خدمتونه له سره پیل شي."

د تورخم کرښه، په دې وروستیو کلونو کې زیات شمېر افغانان د درملنۍ په خاطر ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي توګه پاکستان ته ځي

پر دې سربېره یو شمېر کسان چې د بورسونو له لارې ځینو بهرنیو پوهنتونو ته بریالي شوي هم له ورته ستونزې سرټکوي.

د کندز ولایت یو اوسېدونکی ۳۰ کلن حفیظ الله احمدزي، درې میاشتې وړاندې د ازموینې له لارې د هندوستان یوه پوهنتون ته بریالی شوی.

نوموړی وايي: "د هند څخه راته سکالرشېپ راغلی و او زه د ماسټرۍ لپاره بریالی شوی یم. خو ستونزه په دې کې ده چې زما د پاسپورټ موده ختمه شوې، غواړم چې د خپل پاسپورټ تمدید کړم. خو له بده مرغه د پاسپورټ د ادارې نه فعالیت د دې لامل شوی چې زه ونه شم کړی خپلو زده کړو ته ادامه ورکړم."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په اړه د اسلامي امارت د چارواکو نظر واخلي خو بریالۍ نه شوه.

په داسې حال کې افغانستان کې د پاسپورټ د وېش بهېر په ټپه دریږي چې له دې وړاندې طالب چارواکو ویلي وو، وروسته له دې هغو کسانو ته له هېواده بهر د تګ اجازه ورکوي چې پاسپورټ او ویزه ولري.

که څه هم تېره اوونۍ د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو ویلي و چې د بیا فعالیت لپاره پورته چمتوالی نیول شوی او ډېر ژر به د پاسپورټ وېش پیل شي، خو لا تر اوسه پورې دغې ادارې خپل فعالیت نه دی پیل کړی او خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.