روسیه: غوره بولم چې افغانستان کې د طالبانو اقدامات په ځیر وڅارم

د کریملین ویاند دمیتري پیسکوف

روسیه وايي چې د نړۍ د نورو هېوادونو په شان غوره بولي چې په افغانستان کې د طالبانو اقدامات په ځیر وڅاري.

د کریملین ویاند دمیتري پیسکوف دا خبره د رسنیو د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا روسیه غواړي چې په افغانستان کې د نویو چارواکو کوم استازي ته د مسکو بلنه ورکړي؟

پیسکوف وویل، د نړۍ د اکثرو نورو هېوادونو په څېر ښه دا ګڼي چې وګوري طالبان په افغانستان کې څه کوي؟ د حکومت جوړښت یې څه بڼه خپلوي او څرنګه خپلې ژمنې عملي کوي.

د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو امریکا، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې په ګډه له طالبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو حقونه رعایت کړي او ټول شموله حکومت جوړ کړي.