عمران خان: طالبان کېدای شي د امریکا او پاکستان بالقوه شریکان واوسي 

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، طالبان کېدای شي د سولې په برخه کې د امریکا او پاکستان بالقوه شریکان واوسي.

عمران خان له نیوز ویک مجلې سره په مرکه کې د طالبانو پر وړاندې د امریکا د ولسمشر جو بایډن سخت دریځ غیر ضروري وباله، ویې ویل پاکستان لېواله دی چې د ترورېزم پر ضد د امریکا همکار واوسي.

ده د سیمې د قدرتونو او امریکا ترمنځ همکاري د ناورین د مخنیوي لپاره چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته یې احتمال زیات شوی دی، مهم وباله.

د پاکستان صدراعظم د طالبانو له لوري په څلوېښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د ټول افغانستان نیولو ته په اشارې وویل چې له دې کبله ممکن د افغانستان امنیتي وضعیت ثبات ومومي.

عمران خان د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه وویل چې په دې اړه به له ګاونډیو هېوادونو سره له مشورو وروسته پرېکړه وکړي.