کونړ کې د هاوان د یوې مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي او درې نور ټپيان دي

د اسعداباد روغتون

د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې په پېښه کې د درې ماشومانو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

د کونړ سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د اسعداباد روغتون مسؤلینو دې روغتون ته د درې ټپیانو د وروړلو خبره تأیید کړې او د یوه ټپي وضعیت‌یې خطرناک ښودلی.

د شلتن ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شوکت‌الله ماموند ازادي رادیو ته د دې پېښې د څرنګوالي په اړه وویل: "نن سهار د کونړ سیند پر غاړه ماشومانو د هاوان یوه نا چاودې مرمۍ چې د مخالفینو له‌خوا که د پخواني حکومت له وخته پاتې وه، پیدا کړې او پرې لوبې یې کولې چې پرې چاودېدلې. درې ماشومان‌یې شهیدان کړي او درې نور یې ټپیان کړي دي."

د افغانستان په اکثرو سیمو کې خښ شوي ماینونه او نورې ناچاودې وسیلې تر اوسه د افغانانو ژوند اخلي چې ډېری قربانیان‌یې هم ماشومان دي.