پوهنې وزارت: د ښځینه ښوونځیو د تعلیمي لړۍ د پيل په اړه لا پرېکړه نه‌ده شوې

ارشیف، ارزګان کې د نجونو یو ښوونځی

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي لا یې د ښځینه ښوونځیو د تعلیمي لړۍ د پيل په اړه پرېکړه نه‌ده کړې.

د دغه وزارت په فېس‌بوک پاڼه نن په یوه اعلامیه کې هغه کسان مخرب او متعصب بلل شوي چې ویلي یې دي د نجونو ښوونځي بېرته پیلېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې په اړه په یوه طرحه کار روان دی او پایلې یې وروسته له خلکو سره شریکېږي.

د طالبانو حکومت د همدې اوونۍ په سر کې د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا نه‌دي پيل شوي.

د دوی ویاندویانو له هغې ډلې ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې ژر به د نجونو ښوونځي پيل شي هغه خبره چې دا دی یوه اوونۍ پرې ووته او د شااوخوا څلورو ملیونو نجونو د زده‌کړو بهیر ورسره ځنډېدلی.