د امریکا پوځي چارواکي د افغان حکومت د پرځېدو په اړه د سنا جرګې پوښتنې ځوابوي

د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن او لوی درستیز مارک میلي

ټاکل شوې ده چې د امریکا دفاع وزیر او لوی درستیز راتلونکې اوونۍ د افغانستان د حکومت د پرځېدو په اړه د سنا جرګې استماعیه غونډې ته حاضر شي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، دفاع وزیر لوېډ استېن او لوی درستیز مارک میلي به د افغانستان د حکومت د پرځېدو او له افغانستانه د تخلیې په عملیاتو کې د ستونزو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته په غیر علني غونډه کې ځواب ووايي.

تر دې وړاندې هم د امریکا پوځي چارواکي د سنا او استازو جرګو ته د افغانستان په اړه پوښتنو ته بلل شوي وو.