د پانګوالو محدود فعالیتونه؛ کندز کې 'صفا' فابریکه ورځ کې ۱۱۰ ټنه مالوچ تولیدوي

کندز کې د مالوچو فابریکه

که څه هم په افغانستان، په تېره بیا کندز ولایت کې د نظام بدلون له امله ګڼ شمېر پانګه والو خپل فعالیتونه محدود کړي او پر دې سربېره یو شمېر تولیدي شرکتونه هم په ټپه ولاړ دي، خو په کندز کې د 'صفا' د مالوچو او د غوړیو د تولید شرکت مسوولین وايي، دوی خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د دوی د خبرو له مخې چې پر دې شرکت د ۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونه شوې او په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰ ټنو مالوچو د تولید وړتیا لري.

د نوموړې شرکت استازې صلاح الدین سعید ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د مالوچو او د غوړیو تولیدي او صنعتي شرکت خپل فعالیت پیل کړی دی. دغه شرکت د مالوچو، د خوراکي غوړیو او د پُنبه دانې ترڅنګ صابونونه هم تولیدوي. د کورنې بازارونو ترڅنګ یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته هم صادرات لرو."

کندز کې د صفا د مالوچو او د غوړیو د تولید شرکت مسوولین وايي، دوی خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د دې ولایت کروندګر د پُنبې د حاصلاتو زیاتوالی ترڅنګ په بازار کې د پُنبې بیې څخه هم راضي دي او زیاتوي چې د دغه شرکت په فعالیت سره به زیات شمېر بزګران د پُنبې کښت ته مخه وکړي.

د کندز د ګل تپې ولسوالۍ د اسماعیل شینواري په نوم يو کروندګر وویل: "بازار کې خرید او فروش ښه شوی دی. الحمدالله موږ له موجوده امنیت او وضعیت څخه راضي یو. دا څو کالو راهیسې زموږ پُنبې/پخته په بازار کې په ښه جګه بېه اخیستل کیږي موږ له نرخونو څخه خوشحاله یو."

په ورته مهال کې یو شمېر سوداګر د دغه تولیدي شرکت د فعالیت له امله خوښي څرګندوي، خو په بانکونو کې د پیسو نشتوالي د سوداګریزو چارو پر وړاندې لوی خنډ بولي.

یو شمېر سوداګر د دغه تولیدي شرکت د فعالیت له امله خوښې څرګندوي. .

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست چارواکي بیا له سوداګرو غوښتنه کوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او دغه راز پانګوالو ته د سر او مال د خوندیتوب ډاډ هم ورکوي.

د یادې ادارې رئیس مولوي امان الله حسن وویل: "ټول سوداګرو ته بلنه ورکوو چې هغوی دې راشي په افغانستان کې پانګونه وکړي. موږ دوی ته ډاډ ورکوو چې امنیت یې موږ تأمینوو او موږ ورته سهولتونه برابروو. زموږ ملي سوداګر چې په بهرنیو هېوادونو پانګونه کوي، هغوی دې راشي په خپل هېواد کې دې پانګونه وکړي چې ګټه او منفعت یې افغان ولس ته ورسیږي."

په کندز کې د دې تولیدې شرکت سربېره ګڼ شمېر نور تولیدي خصوصي شرکتونه هم موجود دي، خو په هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله ځینو یې لا هم خپل فعالیتونه نه دی پیل کړی.

د پنبې کرل په افغانستان او په ځانګړي توګه په کندز کې له لرغونو کرنیزو محصولاتو څخه ګڼل کيږي.

يو مهال د دې ولایت د سپين زرشرکت د مالوچو سربېره د زغرو او د پنبه دانې د غوړیو تولیدات درلود او زرګونه کارګرانو په کې په کار بوخت وو.