ملګري ملتونه: ۵ قدرتونه یو باثباته افغانستان غواړي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي د یوه باثباته افغانستان لپاره سره یوه خوله شوي دي.

دا خبره د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د امریکا، بریتانیا، چین، فرانسې او روسیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته کړې ده.

دا کتنه د افغانستان په وخت تېره شپه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې شوې ده.

ګوتیریش زیاته کړې: "ټول پنځه قدرتونه داسې سوله ییز او باثباته افغانستان غواړي چې بشري مرستې په کې له ستونزې او تبعیض پرته وویشل شي."

نوموړي ویلي، نړیوال قدرتونه داسې افغانستان غواړي چې د نجونو او ښځو حقونو ته په کې درناوی وشي، ټول شموله حکومت ولري او بیا د ترهګرو پټنځای ونه اوسي.