د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو نوي لارښود اندېښنې پیدا کړي

ارشیف

د بې پولي خبریالانو ټولنې د طالبانو له لوري د افغان خبریالانو لپاره نوي لارښود ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د بې سرحده خبریالانو د ټولنې مشر کریستوف ډیلوار پرون په یوه بیان کې وویل، طالبانو یو تنظیمي چوکاټ رامنځته کړی دی چې له ژورنالېزم سره په ټکر کې دی او ظالمانه تفسیر ته لار پرانیزي.

طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې د خبریالانو لپاره یوولس اصوله وضع کړل.

لومړۍ درې مادې یې دا دي چې هغه راپور به څوک نه خپروي چې له اسلام سره په ټکر کې وي، ملي شخصیتونو ته په کې توهین شوي وي يا د خلکو شخصي حریم په کې نقض شوی وي.

په دغو اصولو کې یو دا هم دی چې خبریالان به هغه موضوعات چې د چارواکو له لوري نه دي تائید شوي په احتیاط کاروي، همدا راز له هغه راپور سره باید احتیاط وشي چې پر ټولنه منفي اغېز کوي.

د بې پولي خبریالانو ټولنه وایي، د دې پر ځای چې طالبان داسې چوکاټونه جوړوي چې سانسور ته په کې لارې پرانیزي، د مېرمنو په ګډون دې افغان خبریالان پریږدي چې خپل کار وکړي.