د طالبانو سرپرست رییس الوزراء د روسیې، چین او پاکستان استازو سره وکتل

د طالبانو سرپرست رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند

د طالبانو سرپرست رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند پرون سې شنبه (د وږي ۳۰مه) په کابل کې د روسیې، چین او پاکستان له استازیو سره وکتل.

د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیرکابلوف، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان او د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاو یونګ سره د غونډې پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د دوی د مالیې سرپرست وزیر هدایت الله بدري هم وو.

ښاغلي متقي په خپل ټویټر کې د دې غونډې عکسونه خپاره کړي دي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي چې پر کومو موضوعاتو خبرې شوي دي؟

بل لورته له دغو درېیو بهرنیو استازیو سره پخواني ولسمشر حامد کرزي کتلي دي.

ښاغلي کرزي په فیسبوک کې لیکلي دي چې ده او ښاغلي عبدالله د روسیې، چین او پاکستان له استازیو سره د غونډې پر مهال پر یوه ټول شموله حکومت، سولې او ثبات، معتدل سیاست او د ښځو او نجونو لپاره د تحصیلي او تعلیمي فرصتونو پر چمتوالي ټینګار کړی دی.