افغانستان کې بانکي بحران؛ ګڼ افغانان د برېښنا بلونو تحویلولو کې ستونزو سره مخ دي

ارشیف، د افغانستان برېښنا شرکت یو پېرېدونکی چې خپل د برېښنا بل‌یې تحویل کړی دی.

د طالبانو برېښنا شرکت له خلکو غوښتي چې خپل د برېښنا بلونه پرې کړي، خو د برېښنا پېرېدونکي وایي چې د بانکي بحران له امله دوی نه‌شي کولای خپل د برېښنا بلونه تحویل کړي.

په بانکونو کې د ګڼې ګونې له امله خلک ساعتونه ساعتونه انتظار باسي او نه‌شي کولای چې خپل د برېښنا بلونه په وخت سره پرې کړي.

کابل کې خلک چې تر سره لمر لاندې اوږده لیکو کې د یوه بانک دروازې شاته له ساعتونو انتظار دي څو خپل د برېښنا بل پرې کړي، ځینو یې ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو وختونو کې د بل تحویلول اسانه و، خو اوس په کم شمېر سره د بانکونو د څانګو پرانیسته د ګڼې ګونې او ګډوډۍ لامل شوې.

ډېری له دوی څخه اندېښنه لري که چېرې دوی خپل د برېښنا بلونه په خپل وخت پرې نه‌کړي، پر افغانستان د تاجکستان او ازبکستان وارداتي برېښنا به پرې شي.

کابل کې د یوه بانک د څانګې مخ ته راټول شوي خلک

د کابل اوسېدونکي عمران او بشیر په دې اړه وویل: "برېښنایي بلونه په خورا لوړ قیمت راغلي دي. په داسې حال کې چې موږ مصرف کم کړی، خو قیمت زیات راغلی. بله ستونزه دا ده چې بانکونه بند وي کله چې موږ د برېښنا د بلونو تحویلۍ ته ځو. ځیني بانکونه چې بیا خلاص وي، هلته د خلکو ډېره ګڼه ګونه وي او زموږ وېره دا ده چې که موږ بل پرې نه‌کړو ، ممکن په تیاره کې پاتې شو."

"د برېښنایي بلونو د تحویلۍ اړوند باید ووایم چې موږ د تېر په پرتله له ډېرو ستونزو سره مخ یو. ځیني وختونه کله چې موږ د برېښنا بل تحویلولو لپاره بانک ته ځو، هلته ډېره ګڼه ګونه وي او یا هم وایي چې سیستم خراب دی. د ډېری بانکونو یوازې مرکزي دفترونه فعال وي او دې کار موږ ته دېرې ستونزې پېښې کړي."

په ورته وخت کې، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال او د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد مرستیال مولوي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، موجوده ستونزې به لنډمهاله وي او افغانستان ته د ازبکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا کې به هېڅ کومه ستونزه پېښه نه‌شي.

ښاغلی کریمي وايي: "د برېښنا د بلونو د تاديې ستونزې لنډمهاله دي ځکه چې دفترونو تازه په تازه په کار پیل کړی او کله چې کار تنظیم شي، ان‌شاالله پېرېدونکي به هېڅ ستونزه ونه‌لري. د برېښنا په پرچاوۍ او قطع کېدو کې به هم کومه ستونزه رامنځته نه‌شي. د اسلامي امارت حکومت هڅه کوي له دې هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي."

کابل کې د یوه خصوصي بانک مخ ته د راټول شویو خلکو ګڼه ګوڼه او یو ولاړ وسله‌وال طالب

د افغانستان برشنا شرکت د مقرریو پر بنسټ، که چېرې پېرېدونکي په ټاکلي وخت د برېښنا د بل پیسې تحویل نه‌کړي، جریمه کېږي، خو د خلکو پر وړاندې بانکي ستونزې یوه جدي ننګونه ده چې تر دې دمه نه‌ده حل شوې.