پېژاند: طالبانو تازه ګمارنو کې مسلکیتوب په پام کې نه دی نیولی

د پوهنتون استاد عزت الله پېژاند

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او روغتیا وزارتونو ته نوي سرپرستان او د نهو نورو وزارتونو لپاره نوي مرستیالان اعلان کړل.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن په دې باب یوه کنفرانس ته وویل، دوی په دې ډول هڅه کړې چې مسلکیتوب په پام کې ونیسي.

د طالبانو پر ۳۳ کسیزه سرپرسته کابینه چې د سېپټمبر پر اوومه اعلان شوه، ډېر انتقادونه وشول چې یوه ښځه هم په کې نه شته او د کتونکو په باور تر ډېره د طالبانو وتلو څېرو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

په دې سرپرسته کابینه کې هغه څېرې هم شاملې دي چې نومونه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یا هم د امریکا په تور لیست کې شامل دي.

ازادي راډیو د پوهنتون استاد عزت الله پېژاند څخه پوښتنه وکړه، په تازه ګمارنو څومره مسلکیتوب ته پام شوی؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له پېژاند سره مرکه