طالبان: ډېر ژر به له ۶م ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېستل شي

د نجونو یو ښوونځی

د طالبانو حکومت اعلان کړی هر څومره ژر چې کېږي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي.

دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن رسنیو ته وکړه.

هغه وویل، د لوړو ټولګیو د پرانېستې لپاره په یوه طرزالعمل کار روان دی، څو د ده په خبره نجونې په مصوونه توګه ښوونځي ته ولاړ شي.

طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې په تړاو یې ګام وانه خیست.

دې چارې ګڼ تُند غبرګونونه وپارول.