طالبانو خپله کابینه کې نوي سرپرستان او مرستیالان معرفي کړل 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

طالبانو په خپله کابینه کې ځیني نوي سرپرستان او مرستیالان معرفي کړل.

نورالدین عزیزي د تجارت وزارت او ډاکټر قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه ګمارل شوي.

پاتې یو شمېر کسان د یادو وزارتونو د مرستیالانو او ځینو نورو ادارو د مشرانو په توګه ټاکل شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې مسلکي کسان معرفي شوي او لا په دې برخه کې کار روان دی: "دا اوس هم چې کوم لېسټ موږ اعلان کړ، تر ډېره حده پورې مسلکي کسان په نظر کې نیول شوي. پوهان او ډاکټر صاحب مسلکي ادارو ته معرفي شوي. له دې ایسته به هم کوښښ کوو خو دا چې بیا کله به اداره مسووله کېږي دا بعدي اقدامات دي چې زموږ د مشرانو له خوا به تصمیم ونیول شي."

تردې مخکې طالبانو د تقریباً ټولو وزارتونو لپاره سرپرستان معرفي کړي وو.

د طالبانو د کابینې ګڼو منتقدینو ویلي چې دوی د اقلیتونو، ښځو او مسلکي کسانو ګمارنه له پامه غورځولې ده.